Stress management.png

د سټریس یا روانی فشار مدیریت

دیته ټینشن ورته ویل کیژی په عامه اصطلاح سټریس د جسمی او عاطفی احساس سه عبارت دی هرهغه څه چی ستاسو د ناامیدی کوی، په غصه کیی او یا اندیښمن کوی دغه حالت ته ټینشن یا سټریس وایی. دا حالت ستاسو د فریکی غوشتنی سه عبارت دی یا یو چلنج ته ستاسو د غبرګون سه عبارت دی چی تاسو راپاروی او په نتیجه کی ستاسو د ناراحتی سبب کیژی ورته سټریس یا ټینشن وایی.

که څه هم همیشه دا حالت دا نه معنا چی یو سه بد پیشیدونکی دی بلکی سټریس یو حالت دی چی انسان ورسره مخ کیژی کچیری یو انسان د ټینشن حالت ته بیخی هیسکله نځی دا مطلب دا انسان ژوندی ندی. کچیری د سټریس مدیریت ونسی ددی لامل گرځی چی ستاسو د کارونو پر مولدیت باندی اغیره واچوی او را کم یی کړی او همداسی د فزیکی او ذهنی امراضو سبب وگرځی، او همداسی کیدای سی چی ستاسو د کار پر کیفیت او مقدار باندی هم تاثیر واچوی او را کم یی کی.

ددی لپاره چی معلوم کړو چی سټریس ددی لامل نسی چی زموژ پر گټه او مولدیت منفی تاثیر وغورځوی او زموژ د سلامتیا د تاوانی کیدو لامل نسی باید چی دا لاندی مواردو ته متوجه اوسو:

stress.png
  • ورزش: په ورزش کی دغه موارد شاملیژی څومره چی کولای سی باید چی وځغلی، اب بازی وکړی، بایسکل وچلوی، ډانس وکړی او یا ایروبیک حرکات ترسره کړی یعنی هر هغه سه چی ددی لامل ګرځی چی تاسو په حرکت راولی ترسره یی کړی ورزش ورته ویل کیژی.
    • کله چی موژ ورزش کوو نو زموژ په بدن کی د اډرینالین، او کورټیزول چی د سټریس هورمونونه دی راکمیژی کوم چی زموژ په مغز کی تحریکیژی او زموژ د موډ او حالت د تغیریدو سبب گرځی ورباندی تاثیر اچوی.
    • اندروفین همدارنګه ددی لامل هم ګرځی چی زموژ په بدن کی د خوب کولو قابلیت را لوړ کړی بعضی افراد د بی خوبی امراض او علایم لری د ورزش په کولو سره دا را کمیژی او زموژ خوب منظم کیژی.

  • سالم غذایی رژیم: سالم غذایی رژیم همداسی د سټریس د راکمولو لامل گرځی او د سټریس په راکمولو کی راسره کمک کوی سټریس د وینی پر فشار او او د وینی پر سرکولیشن او جریان بندی منفی تاثیرات اچوی. سالم غذایی رژیم د مینرالونو، مغلقو کاربوهایدرایتونو، د هغو فروټینونو څخه چی چربی ونلری، او اسیدونه تیزابونه اومیګا ۵، انټی اکسیډانټونه،... ددی لامل گرځی چی ستاسو په بدن کی د وینی په جریان کی بهبودی رامنځته کړی. د پاڼو چایی مثلا د نعنا چایی، تریخ چاکلیټ، اوکاډو، ماهی اوهمداسی نور...هم د سټریس د راکمولو لپاره پیژندل شوی موارد دی.

  • خوب: د سټریس یا ټینشن په راکمولو کی ترټولو اغیزمن فکتور خوب دی، د خوب پر برابر دیوی منظمی طرحه درلودل ستاسو بدن ته ارمښت او هوساینه ورکوی، ستاسو تمرکز درته منظموی قوی کوی یی، ستاسو موډ حالت درته تنظیموی مثبت لوری تی بیایی، ستاسو په قضاوت او تصمیم گیری کی تیزوالی رامنځته کوی په عموم کی ستاسو د رفاع اوبریالیتوب سبب گرځی.
    • که موژ د ځان لپاره د خوب تقیسم اوقات ترتیب او منظم کړو، مخکی لدی چی ځای ته ولاړ سود کافین د استعمال اندازه د امکان تر حده را کمه کړو، د الکترونیکی وسایلو لژ استعال وکړو د خوب مخکی نودا به زموژ سره مرسته وکړی تر سو ژر بیده سو او خوب به مو منظم شکل اختیار کړی اوسی.
    • همداسی ځینی نور تخنیکونه )لکه، یوگا، عبادت او مراقبت، عمیق تنفس او...(هم زموژ سره د سټریس په کمولو کښی ډیر کمک کوی, همداسی د بدن غزیدنه چی ورته ریلکسیشن وایی هم زموژ سره د ستریس په کمولو کی مرسته کوی ځکه دا زموژ په بدن کی د وینی جریان سریع کوی او زموژ د بدن د وینی فشار او د زړه تکان را کموی).
    • خندا هم یو ډول معالجه ده د سټریس لپاره، عطر، او همداسی اواز کمول هم ددی لپاره چی سټریس او ټینشن را کم کړو مفید دی.
مخکینی بل