How.png

څنګه کولاي شو يو ښه cover letter وليکو؟

  • ليکنه په رسمي روغبړ سره پيل کول:
    • يو رسمي روغبړ کولاي سي په لاندي لغاتونو سره پيل کړي: Hello, greetings, Dear madam/sir
    • دا تر ټولو ښه لاره ده چي تاسو خپله ليکنه يا cover letter يو ځانګړي شخص ته مشخصه کړي هغه کس چي ستاسو د انتخابالو په پروسهکي مسول وي، که تاسو نشي کولاي داسي يو مشخص کس پيدا کړي نو خپل cover letter مو hiring manager يا هم د ګمارنې مديرته ځانګړي کړی.

  • په واضح ډول ستاسو د غوښتنليک هدف او ستاسو علاقه ددي پوزيشن يا موقف په اړه وليکي:
    • د شروع جمله مو بايد تل په مستقيم ډول هغه موقف بيان کړي چي تاسو ورته غوښتن ليک استوي او يا هم اپلاي کوي او دا هم بيان کړي چي کوم ځاي کي مو ددي موقف اړوند خبرداري ترلاسه کړي.
    • پدي وخت کښي تاسو بايد پوره معلومات ددې دندي اړوند لوستي وي لکه د دندي توضیحات (description), مسوليتونه (responsibilities) او ددې ارګان يا کمپني اړوند مو پوره معلومات اخيستي وي.
    • جمله چې د کمپني يا ارګان لیدلوري ته د وده ورکولو لپاره کار کړي ډير به شه وي.

  • خپل تجروبي راټول او لنډ کړي، تعليم، تجروبي او مهارتونه ته مو د وظيفې سره يو تړاو ورکړي:
    • ستاسو cover letter بايد يوه اوږده ليکنه (essay) ستاسو د غوښتنليک يا هم CV په اړه نه وي.
    • سربيره پر دي بايد تاقيد وکړي، ستاسو پر مهارتونو او قابليتونو چي ددې دندي اړوند يي لرئ او تاسو په پوره باور سره دا ټولي خبري ذکر کړي تر څو ويونکي ستاسو ددې ليکني سره ستاسو د رسمي يا هم اکاډميک ليکني لوړ مهارت وويني.

  • د "I" کلمه ډیر مه استعمالوي او د خپلې تجربې د روښانه کولو په وخت کې د عمل فعل وکاروئ:
    • د عمل فعلونو ځيني مثالونه په لاندي ډول دي:
      • د مشرتابه يا رهبري مهارتونو ښودلو لپاره: بشپړ شوی، رهبري شوی او يا هم ټاکل شوی وکاروی (Accomplished, headed, delegated)
      • د خبرو اترو مهارتونو ښودلو لپاره: په ګوته شوي، وړاندې شوي، خبرې اترې شوي (Addressed, presented, negotiated)
      • د څیړنيزو مهارتونو ښودلو لپاره: جوړ شوی، تحقیق شوی، ماډل شوی (Constructed, investigated, modeled)
      • د تخلیقی مهارتونو ښودلو لپاره: بیا ډیزاین شوی، پراختیا شوی، شکل ښیي (Redesigned, developed, shaped)

  • خپل غوښتنلیک ستاسو د جواب په تمه جملي سره پاي ته ورسوي او یو ځل بیا خپل د لیوالتیا په اړه خبري وکړي:
    • همدغه غوښتنلیک کي یو ځل بیا د بست یا وظیفي په اړه ستاسو لیوالتیا څرګنده کړۍ. د ویونکي څخه دد د وخت د نیولو په خاطر مننه وکړی. او ددوي له طرفه د جواب په تمه یم جملي سره یي پاي ته ورسوي.
    • غوښتنلیک باید ستاسو په پوره نوم، ستاسو د تماس معلومات او امضا سره پاي ته ورسیږي.

  • خپل د Cover letter د شکل څخه مطمینه او اګاه و اوسیږي:
    • تاسي چي کوم د خط اندازه په غوښتنلیک یا هم Resume کي کارولي وي، په Cover letter کي هم هغه د خط اندازه استعمال کړي.
    • خپل متن باید تر یوي صفحي پوري جوړ کړي او د متن او د صفحي چوکاټ تر منځ فاصله او خط په باره کي دقیق و اوسیږي.