Self-care.png

د ذهني روغتیا ساتل: د ځان پاملرنې لارښونې

ډیر څه شته چې تاسو یې کولی شئ د خپلې رواني روغتیا ساتنه پرې وکړئ او خپل مقاومت پیاوړی کړئ. دا لارښوونې و ازمايئ:


هغه کارونه وکړئ چې ستاسو د بدن لپاره ښه وي – ځکه دا بیا ستاسو د ذهن لپاره هم ښه دي!


خپل بدن ته پام وکړئ. فزیکي تمرین موږ سره مرسته کوي چې ښه احساس وکړو او زموږ پر بدن پروت فشار لرې کړو. کله چې موږ له فزیکي پلوه قوي او ښه یوو، نو دا موږ ته فزیکي او رواني انرژي راکوي چې له سختو حالاتو سره مقابله وکړو.

تقریقاً ددې موخې لپاره هره ورځ لږ تر لږه ۶۰ دقیقې فعال اوسئ. دا په یو ځل فعال اوسیدو نه کیږي. کولی شئ چې خپل هدف ته د رسیدو لپاره مو په ورځ کې خپل فعالیت په برخو وویشئ. کولی شئ بیرن ووځئ، د تګ، منډه کولو، سایکل چلولو یا نورو سپورتونو تمرین وکړئ. اړتیا نشته چې هره ورځ سخت تمرین وکړئ: په طبعي ډول پاتې کیدل د رواني روغتیا لپاره ښه ثابت شوي.

  • که تاسو دننه پاتې کیدو ته اړتیا لرئ، د نڅا کولو، پراخولو، یا حتی د کور په کارونو کې د مرستې هڅه وکړئ!
  • له ملګري سره په تمرین کولو سره کیدای شي چې تاسې فعال و دخیل پاتې شئ.
  • که ممکنه وي روغتیايي خواړه غوره کړئ.
  • هره شپه د خوب وخت منظم ولرئ. لږترلږه 8 ساعته خوب ته وټاکئ- ان تر 9!
  • حتا که تاسو خرابه ورځ لرئ او داسې ښه احساس نه کوئ نو؛ څه شي ووینځئ، خپل غاښونه برش کړئ، خپل ویښتان ږومنځ کړئ، او جامې بدلې کړئ.
  • ژور تنفس زده کړئ او تمرین وکړئ – دا چې څنګه

دا زده کړئ څو پوه شئ چې څنګه احساس کوئ


مهمه ده پوه شئ چې تاسو څنګه احساس کوئ. د ځوانۍ په جریان کې دا عادي خبره ده چې رقم رقم احساس وکړئ. په یوه ورځ کې تاسو کولی شئ خپګان، زړه ماتي، لیوالتیا یا ښه احساس وکړئ. هڅه وکړئ د خپلو احساساتو پیژندلو او نومولو عادت ته ورشئ، په ځانګړې توګه که د ستړیا احساس درته راشي. ځینې وختونه دا ګټور وي چې خپل احساسات ولیکئ. هرڅومره چې موږ د خپلو احساساتو څخه خبر شو، هومره کولی شو کنټرول یې کړو - او دا چې موږ یې تر اغیزې لاندې راشو، مخنیوی یې وکړو!


مثبت فکرونه، مثبت احساسات


هغه لاره چاره چې موږ د وضعیت په اړه فکر کوو پرهغه طریقه اغیزه کوي چې موږ یې احساسوو. کله چې موږ یوازې په منفياتو تمرکز کوو، موږ بد احساس هم کوو. کله چې موږ بد احساسوو، موږ یوازې د شیانو منفي اړخ لیدلی شو. چې دا یو خطرناک حالت دی!

تل مثبت کیدای نه شو، خو په دې سره منفي حالت راکمولی او ستونزو ته حل لارې پیدا کولی شو.

فعالیت: مثبت فکر// هغه خلک چې مثبت فکر کوي، وايي دوی د خوښۍ احساس کوي، لږ اندیښمن او لږ غمجن دي. هره ورځ له ویده کیدو مخکې له ۱۰ څخه تر ۱۵ دقیقو پورې فکر وکړئ او هغه دلایل ولیکئ چې ولې کارونه ښه روان دي. هڅه وکړئ لږترلږه 3 هغه یې وپیژنئ. دا ممکن دومره ساده وي لکه: "نن سهار زما ښونکي زما ستاینه وکړه"، "زما ملګري وښودله چې راباندې یې پام دی"، یا یوه مهمه پیښه: "ما ازموینه تیره کړه!" دا چې ولې هر څه ښه مخته لاړل، پر دې ځان پوه کړئ- او خپلې ټولې هغه هڅې وپيژنئ چې تاسې ترسره کړې!


مهربانۍ تمرین کړئ


خپل ځان ته ووایاست چې دا سمه ده چې دا احساس کړئ چې څنګه احساس کوئ، ښه او بدې ورځې لرئ، غلطي کوئ او بشپړ نه یاست. په ځان باندې فشار مه راولئ چې باید تل "غوره" اوسئ. کله چې تاسو سخت احساسات تجربه کړئ، نو له ځان سره مهربانه اوسئ، د ځان تشریح کولو لپاره منفي کلمې مه کاروئ. د ' مثبت اوسیدو خبرې' وکړئ، لکه:

"زه همدا اوس دا ستونزه پیدا کوم، زه یې پر حل لګیا یم او دا به اوس بدل شي ."

"خیر دی پروا نکوي چې یو بد څه پیښ شي او زه د خپګان احساس وکړم، دا یو عادي غبرګون دی."

د سختو وختونو څخه د تیریدو لپاره خپل ځواک او پخوانۍ بریاوې په یاد ولرئ (که تاسو د مثبت فکر تمرین ترسره کړی وي دا به اسانه وي 😊 ).

ایا تاسو پوهیږئ چې د نورو سره مهربانه اوسیدل هم له موږ سره په خوښۍ کې مرسته کوي؟ د نورو سره مرسته کول، ستاینه کول یا سخاوت لرل زموږ رواني روغتیا ته وده ورکوي. په ورته ډول، کله چې موږ 'مننه' تجربه او تمرینوو - د مهربانۍ کارونو راته ښودلې چې دا زموږ ذهني او فزیکي روغتیا سره مرسته کوي!


د مقابلې لپاره له غیرې روغتیايي لارو ډډه وکړئ


کله چې تاسو سخت احساسات لرئ، نو مهمه ده چې ځان ژغورلو لپاره ګټورې لارې ولرئ او له وسوسو ډډه وکړئ:

  • تمباکو او چرس څکول،
  • ډیر خوراک،
  • خپل ځان د ملګرو او کورنۍ څخه پټول.

دا فعالیتونه ستاسو ستونزې حلوي نه، بلکې زیاتوي یې.


نښلول! نښلول! نښلول!


د امکان تر حده د کورنۍ او ملګرو سره اړیکه ونیسئ. کله چې موږ بد احساس کوو، موږ ډیری وختونه غواړو له نورو خلکو څخه ځان پټ کړو، مګر دا ښه کار و نظر نه دی. پرځای یې هڅه وکړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې له سمو خلکو سره وخت تیروئ: هغه څوک چې ستاسو ملاتړ کوي او تاسو باور پرې لرئ. کوښښ کوئ چې ډیری وختونه دغسې خلکو سره وګورئ. حتی که تاسو نه همغواړئ ډیر څه ووایاست، خو د هغو خلکو په ملګرتیا کې ځنډ مه کوئ چې موږ یې خوښوو او باور لرو یا یوځای فعالیت کول زموږ د رواني روغتیا ښه کیدو سره مرسته کوي. ټولنیزې رسنۍ، بریښنالیک، تلیفون وکاروئ، یا یو لیک ولیکئ. او کله چې تاسو اړیکه ونه مومئ، د هغه وخت په اړه فکر وکړئ چې تاسو یوځای تیر کړی.

فعالیت: ستاسو د ملاتړ شبکه// همدا اوس ستاسو په ژوند کې د پنځو تنو په اړه فکر وکړئ. دوی څنګه تاسو د خپل ځان په اړه فکر ته برابروي؟ تاسو د دوی په اړه څنګه احساس کوئ؟ فکر وکړئ چې د دوی په منځ کې څوک تل تاسو ته د ښه والي احساس درکوي، کله چې تاسو دوی یا هغه څوک چې تاسو ورسره ډیر ساتیري یاست، په اړه یې فکر وکړئ. خلک زموږ په ژوند کې مختلف رولونه لوبوي، ځینې یې ساتیرۍ لپاره لرو یا ورزش ورسره کوو، نور داسې وي چې ډیر باور پرې کولی شو او ځیني ممکن هغه څوک وي چې زموږ د ښوونځي په کارونو کې مرسته راسره وکړي. هڅه او کار وکړئ او ووینئ چې تاسو په خپله ملاتړې شبکه کې څوک لرئ.


له ستونزې سره لوبه وکړئ


ستونزې زموږ په ذهنونو کې سترې کیدای هم شي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې موږ یې په اړه بې پروايي وکړو. څنګه چې ستونزې لوییږي، هماغسې موږ هم ورسره د مقابلې لپاره د کم وړتیا احساس کوو او دا بیا زموږ پر احساس کولو اغیز کوي. موږ باید ستونزو سره مخ شو.

که تاسو د یوې ستونزې سره مخ یاست او نه پوهیږئ چې څنګه یې حل کړئ، دا ساده ګامونه واخلئ:

  1. د امکان تر حده مو ستونزه مشخصه او لنډه ولیکئ .
  2. حل لارو په اړه فکر وکړئ. دیته اندیښنه مه کوئ چې حل لارې به دې مرحله کې ښې یا بد وي. بیا، د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې تاسو یې پخپله کولی شئ او هغه خلک چې ستاسو سره مرسته کولی شي. لارښوونه: که تاسو د حل په موندلو کې ستونزه لرئ، پام کې لرئ چې تاسو به هغه ملګري ته څه ووایاست چې هغه له تاسو څخه مشوره وغواړي
  3. پریکړه وکړئ او د احتمالي تګلارو له لیسته ګټورې تګلارې غوره کړئ. یعنې هغه غوره کړئ چې د ستونزې سره په چلند او لوبه کولو کې خورا ګټور وي. لارښوونه : غوره/ډیرې ګټورې ستراتیژیانې معمولا هغه دي چې تاسو د هغو امکاناتو سره کولی شئ چې هم تاسې او هم نورو ته لږ زیان لرلی شي.
  4. د عمل پلان، یو پلان جوړ کړئ چې څنګه او کله به تاسو حللارې عملي کوئ؛ هغه ورځ او وخت وټاکئ چې کله یې ترسره کوئ. پلان لاندې یې ولیکئ. لارښوونه: د خپل پلان په اړه د کورنۍ غړي ملګري ته ویل به ددې کار د ترسره کولو چانس ډیر کړي!
  5. بیاکتنه، په دې اړه فکر وکړئ چې څه وشول او او پر اصلي مشکل یې څه اغیز درلود، که پایله یې مثبته رانغله، نو هڅه وکړئ پر لامل یې پوه شئ. بیرته د حل لارو اصلي لیست ته ورشئ او وګورئ چې که بله کومه حللاره وکاروئ.
  6. بلاخره، ځانته د مثبتې هڅې له امله مبارکي ورکړئ، ولو که دې کار کړی وي یا نه!

د ځانګړې همکارۍ لپاره، لاندې موضوعاتو له لارې نور زده کړئ:


مرسته وغواړئ او خبرې وکړئ


ستونزمن احساساتو، فشار، ویره یا خپګان سره مقابله تل اسانه نه وي. ځینې وختونه د دې ټولو مشورو او د ځان پاملرنې لارښوونو تعقیب سره سره، زموږ احساسات کیدای شي پر موږ غالب شي. ممکن د خپګان یا نا امیدۍ احساس وکړو. موږ شاید د هغو شیانو ترسره کول پریږدو چې موږ معمولا خوند ترې اخلو او په بشپړ ډول د ورځني ژوند سره د مقابلې توان احساسوو او ممکن د ځان د زیان رسولو په اړه فکرونه هم ولرو، یا دا چې ژوند نور د ژوند کولو ارزښت نلري. دا فکرونه غیر معمول ندي، او تاسو باید د دوی په تجربه کولو کې شرم ونکړئ، مګر که تاسو خپل ځان په اړه داسې فکرونه لرئ، نو مهمه ده چې مرسته وغواړئ او د هغه چا سره خبرې وکړئ چې تاسو پرې باور کولی شئ. که د خبرو کولو لپاره څوک نلرئ نو هغو نیږدې خدماتي مرکزونو ته ورشي چې دا ډول چارې پرمخ وړي.

مخکینی بل