Mental health awareness.png

د رواني روغتیا په اړه عامې پوښتنې

زه څنګه کولی شم د رواني روغتیا له حاله خبر شم؟

رواني روغتیا ته پام کول سخت دي ځکه دا دې پورې تړلې چې موږ څنګه فکر کوو، احساس کوو او عمل کوو، او دا تل د بدلون په حال کې وي. کله چې زموږ دماغي روغتیا ښه وي، موږ له ژوند خوند اخلو او د نويو او سختوچارو سره د معاملې توان لرو. کله چې زموږ رواني روغتیا ښه نه وي، موږ د دې سره مقابله ستونزمنه ګڼو او د رواني روغتیا ستونزې سره مخ کیږو. کله چې فکرونه او احساسات د هغو شیانو ترسره کولو مخه نیسي چې موږترې خوند اخلو، یا زموږ د ښه احساس کولو وړتیا خرابوي، دغسې حالت کې ممکن موږ د رواني روغتیا ملاتړ ته اړتیا ولرو.

زه فکر کوم چې زما ملګری خفه دی. زه څنګه کولی شم د ملاتړ وړاندیز ورته وکړم هغه هم پرته لدې چې دوی بد احساس کړي؟

لومړی، خپل ملګري ته ووایئ چې تاسو د دوی لپاره یاست. پرې د خبرو کولو فشار مه راوړئ، خو داسې احساس ورکړئ چې له دې حالت وتلی شي. دا ورته واضح کړئ چې تاسې به یې دا کیسه پټه ساتئ او چاته به نه وایئ.

  • پر دې قضاوت مه کوئ چې دوی درته څه وایي، حتا که پوهیږئ هم چې دا یې ناداني ده. بس احساساتو ته یې درناوی وکړئ هغوی ته په داسې ویلو سره وښييئ: 'دا ستاسو لپاره خورا ستونزمن ښکاري،' زه وینم چې دا (شی) تاسو خپه کوي. ' یا 'تاسو همدا اوس ډیر غمجن یاست.'
  • پوښتنه وکړئ چې څه به ورته ګټور وي او ورسره همکارۍ کولو وړاندیز یې وکړئ، حتا که دا ساده هم وي، لکه د فلم لیدل چې تاسو یې شاید نه خوښوئ.
  • دوی ته مه وایئ چې څه وکړي، مګر نظرونه ورکړئ لکه: 'ایا تاسو په دې اړه ښوونکي ته د ویلو اړوند فکر کړی؟' یا 'ایا تاسو پوهیږئ چې د وړیا مشورې لارې چارې شته؟'
  • معلوماتو اخیستلو ته دووام ورکړئ، که ستاسو ملګري ځواب ونه کړي، غوسه مه کوئ. صبر وکړئ او دوی ته خبر ورکړئ چې تاسو لاهم منتظر یاست، او لیوال یاست چې همکاری ورسره وکړئ.
  • یو چاته پاملرنه کیدای شي ډیره سخته وي. که تاسو اندیښمن یاست چې ستاسو ملګري به ځان ته زیان ورسوي، یا تاسو د مقابلې توان نه لرئ، هڅه وکړئ او د یو باوري مشر یا مسلکي کس مشوره ترلاسه کړئ.

زما په کورنۍ کې یو څوک د رواني روغتیا ستونزې لري. کومې لارې چارې شته چې ترې ګټه واخلم ؟

یوازې دا چې ستاسو په کورنۍ کې یو څوک د رواني روغتیا حالت لري پدې معنی ندي چې تاسو به یې ولرئ. ځینو مطالعو ښودلې چې که د کورنۍ یو غړی د رواني روغتیا ځینې ډولونه ولري، نو د دې چانس ډیریږي چې د کورنۍ نور غړي به یې هم تجربه کړي. په بشپړ ډول نه پوهیږو چې لامل یې څه دی. هیڅوک نشي ویلی چې ایا څوک به د رواني روغتیا حالت رامنځته کړي یا نه. د ځان ښې پاملرنې لارښوونې تمرین کول به ستاسو د رواني روغتیا سره مرسته وکړي او دا د هرچا لپاره ګټور دي.

څنګه پوه شم چې زه کله د خپلې رواني روغتیا لپاره مرسته ترلاسه کړم؟

لکه څنګه چې موږ هر یو د ژوند په یو وخت کې ناروغیږو او ډیری کسان به د رواني روغتیا سره مبارزه وکړي.

دلته ځینې نښې شته څو وښيي چې تاسو ممکن ملاتړ ته اړتیا ولرئ:

  • د نا امیدۍ احساس کول، بې ارزښته کول - د ژوند روښانه اړخ لیدلو لپاره مبارزه کول، یا دا هیله چې تاسو شتون نه درلود.
  • په ډیرو جنجالونو او جګړو اخته کیدل.
  • ډیر خپګان، غوسه یا اندیښمن احساسیدل.
  • بې حسي - په هیڅ ډول د احساساتو نه درک کول، د بستر څخه د وتلو توان نلري یا هغه شیان ترسره کړئ چې تاسو یې خوند اخلئ.
  • ډیر لوړ او ټیټ، یا د مزاج بدلون.
  • د ځان د ارامولو احساس نه کول، په یوه خوا کې پاتې کیدل یا فکرونه ستاسو په ذهن کې ګرځي.
  • ستاسو د خواړو نمونو کې بدلون -لوږه، ډیر خوراک، خپل ځان ناروغه کول.
  • د الکول یا چرس په څیر د موادو کارول چې فکر کوئ مرسته به وکړي څو ستاسو احساسات هیر کړي یا ورسره مقابله وکړئ.
  • په قصدي توګه خپل ځان ته زیان رسول.

که تاسو د دې فکرونو، احساساتو یا چلندونو څخه کوم تجربه کوئ، نو دا مهمه ده چې مرستې ته مراجعه کړئ. دا پدې معنی نه ده چې تاسو باید رواني روغتیا حالت ولرئ، مګر ځینې مرستې ممکن ستاسو ژوند سره ډیره همکاري وکړي.

ایا هغه خلک چې د رواني روغتیا حالت لري له دې رغیږي؟

هو. ډیری خلک چې د رواني روغتیا حالت تجربه کوي بیرته به روغ شي او ځینې به یوازې یوه پیښه ولري. څو کسان کیدای شي بیا هم ورسره مخ شي. یوازې ډیر لږ خلک ټول ژوند کې له روغتیايي ستونزو سره لاس و ګریوان وي. که سهي مرسته ورسره وشي، نو ویلی شو چې ددې خلکو ستونزه هم حلیدلی شي

ایا رواني شرایط د روح یا لعنت وخېرا له امله رامینځته کیږي؟

هیڅ داسې شواهد شتون نلري چې د رواني روغتیا ستونزې د روحاني، مذهبي یا جادویي عملونو له امله رامنځته کیږي. ډیری دلایل شته چې ولې خلک ضعیفه رواني روغتیا تجربه کوي، لکه د کور ژوند، ملګري، فزیکي روغتیا او د دوی لپاره ممکنه ملاتړ شتون یا په کې ستونزې. ډیری خلک چې سخت وختونه لري، دوی سره خپلو مذهبي دودونو حل کې مرسته کوي او مراجعه یې ورته کوي، مګر کله چې یو څوک د رواني روغتیا ستونزې تجربه کوي دوی مختلف ډول ملاتړ ته هم اړتیا لري. که دغسې حالت سره مخ کیږئ، نو مهمه ده چې له روغتیایي متخصصینو مرسته وغواړئ.

ایا تمرین واقعا له رواني روغتیا سره مرسته کوي؟

تمرین کولی شي ستاسو مزاج، تمرکز او انرژي ښه کړي. دا حتی کولی شی درسره د ژوند په اړه مثبت لید کې مرسته وکړي.

منظم تمرین کولی شي تاسو سره ښه خوب کې مرسته وکړي. ښه خوب ستاسو د مزاج سره مرسته کوي. تمرین کولی شي تاسو سره د کنټرول احساس او د ځان په اړه ښه احساس کولو کې هم مرسته وکړي. تاسو کولی شئ د دې سایټ د فزیکي روغتیا برخې کې د تمرین او فزیکي پلوه صحتمند پاتې کیدو په اړه نور معلومات ولولئ .

ستګما څه شی دی او څنګه د رواني روغتیا شرایطو یا ستونزو سره په خلکو اغیزه کوي؟

سټیګما یو غیر عادلانه منفي چلند دی چې د خلکو لخوا د نورو په وړاندې د توپیر له امله ترسره کیږي لکه د رواني روغتیا شرایطو سره ژوند کول. دا اکثره وخت د مسایلو په اړه د خلکو ناسمه پوهه او کم علمۍ له امله وي. او ځینې وختونه دا د غلطو معلوماتو سره تړاو لري. دا د دې لامل کیدی شي چې د رواني روغتیا شرایطو لرونکي خلکو سره مختلف چلند وشي، غیر معمولي او بې ارزښته وګڼل شي او له ټولنې څخه ګوښه شي. دا بیا د هغه کس لپاره ددې سبب ګرځي چې د شرم احساس کوي او ځینې وختونه د دوی رواني روغتیا خرابوي. هغوی چې له دې حالت سره مخ وي کولی شي چې مرستې ترلاسه کولو، ټولنه کې دخیل پاتې کیدلو او خوښ ژوند رهبري کولو سره دا ستونزه هواره کړي.

مخکینی بل