Climate change favors natural disasters

اقلیمي بدلون ولې مهم دی؟

هوا

څومره چې هوا تودیږي، په هماغه اندازه ورسره وریځې او سمندرونه هم لار بدلوي. دا هغه اب و هوا خرابوي، چې موږ له ۶۰۰۰ کلونو راهیسې زراعتي ځمکې او شا او خوا یې ښارونه ودان کړي دي. د نړۍ ګرد چاپيره وینو چې باران وریدنه او تودوخې درجه کې ځیني بدلونونه لیدل کیږي. ځینو ځایونو کې دا بدلونونه بې حده ډیر دي. تقریباً په جنوبي اسیا کې هر ماشوم د اقلیمي خطراتو، چاپیریالي ضررونو، لړزو او فشارونو سره مخ دی.

۱. سیلابونه او ځمکه ښوویدنه: د سمندر ګرمیدل د بړاس/تبخیر د زیاتیدو باعث ګرځي، مانا دا چې وریځې ځمکې ته له ښکته کیدلو وړاندې ډیرې اوبه ترلاسه کوي چې همدا بیا د خطرناکو بارانونو سبب ګرځي. په نیپال کې د ۲۰۲۱ کال د بارانونو وریدلو موسم ۱۵ سلنه زیات شوی وو. په هیمالیا کې د واورو او کنګل ویلي کیدل هم د سختو سیلابونو سبب ګرځي.

۲. تودوخې څپې: د تودوخې څپې او نمجن فشار به په ۲۱مه پيړۍ کې په جنوبي اسیا کې ډیر شدید او دومدارا وي، چې دا به د ماشومانو روغتیا ډیره اغیزمنه کړي. د یوه مثال په توګه، د ۲۰۲۱ کال مارچ میاشتې په یوه ورځ، ډهلي کې وروستیو ۷۶ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د تودوخې تر ټولو لوړې درجې ریکارډ ثبت شو.

۳. د سمندر سطحه لوړیږي: تر ۲۱۰۰ کال پورې د سمندر سطحه تر نیم متر پورې لوړیږي، حتا که د شنوخونو یا ګاز ګلخان یي په چټکۍ سره راکم هم شي، او یا که چیرته د شنوخونو ګاز همداسې پورته روان وي، نو تر ۱ متر پورې پورته کیدلی شي. جزیروي موقعیتونه/هیوادونه لکه مالدیو په ژوره توګه اغیزمن شوي او د بشپړ ورک کیدو په حالت کې به وي.

۴. وچکالي: که چیرته باران په یوه سیمه وریږي، نو دا مانا دا نه چې په بل ځای به هم وریږي. ښکاري چې د باران وریدو لارې هم بدلیږي، ډیر ځایونه له وچکالۍ سره مخ دي. مثلاً، د بارانونو د موسم پرمهال کیدای شي چې اسیا کې سیلابونه راووځي، خو استرالیا به له وچکالۍ سره لاس ګریوان وي.

خواړه

Climate change threatens food security

ډیر باران وریدل، فصلونه له منځه وړي، ډیر لږ وریدل یې د وچکالۍ سبب ګرځي. ډیره تودوخه د وبا او افتونو لامل کیږي، چې بیا د محصول او د څارویو د مړینې باعث ګرځي. دا ټول بیا ډیره ولږه رامنځته کوي.

د سمندر سطحې

What are the consequences of climate change?

څومره چې د ګرینلنډ او انترکتیکا کنګلونه ویلي کیږي، په هماغه اندازه د سمندر سطحه لوړوي. کله چې تودوخه ډیره شي، اوبه پراخیږي، نو د بحر د سطحې لوړیدل هم د سمندر له امله رامنځته کیږي. ټیټ پراته هیوادونه لکه مالدیو او بنګلدیش خو بیخي تر ښکاره خطر لاندې دي. ګرم سمندر نشي کولی چې په ځان کې محلول شوی کاربن ذخیره کړي (د اوبو د هغو پوکاڼیو په اړه فکر وکړئ چې کله اوبه جوشوئ، نو څومره ډیر ترې پورته کیږي) نو څومره چې ګرمیږي هماغومره ډیر کاربن خوشې کوي، او اقلیمي بدلون لا ډیر نور زیاتوي.

روغتیا

Climate change helps diseases spread

څومره چې فضا ګرمیږي، په هماغه اندازه باندې تودوخه خوښوونکي حشرات لکه ماشي ډیر تګ راتګ کوي، او خلکو ته د ډینګي، ملاریا او زیکا په شان ناروغیو د انتقال سبب هم ګرځي. د سختې تودوخې له امله مړینه هم رامنځته کیږي. په همدې ډول سره پخواني حیوانات او نباتات او ځنګلي اورونه د اقلیمي بدلون سبب ګرځي چې په همدې ‌ډول سره هوا ککړوي، کنسر/سرطان زیاتوي، زړه ناروغي پیدا کوي، تنفسي حالت خرابوي، د مغز پرمختګ خرابوي، او له وخت وړاندې د زیږون سبب ګرځي.

شخړه او کډوالي

Raise awareness of climate change!

ددې ټولو ستونزو له امله بیا خلک مجبور وي خوندي ځایونو ته ولاړ شي. په جنوبي اسیا کې د اقلیمي بدلونونو له امله خلک مجبور شوي چې خپل کورونه پریږدي، لکه د سمندر سطحې لوړیدو، سیلابونو، د تودوخې د څپو او وچکالۍ له امله خلک بې ځایه شوي دي. په ځانګړي ډول په هند، نیپال او پاکستان کې طبعي افات د کډوالۍ سبب شوي دي. نو دغسې مهال چې سرچینې کمې وي، په خاص ډول هغه وخت چې مهاجرتونه هم په کې وشي، بیا د ډیرو نویو او پخوانیو شخړو د رامنځته کیدو سب ګرځي.

چاپیریالي تنوع

What is climate change?

انسانان او هوا، لکه سیلابونه او اورونه د حیواناتو او نباتاتو د اوسیدو ځایونه یا ژوند تیرولو فرصتونه ختمولی شي. ځیني حیوانات یخ حالت ته اړتیا لري چې په کې تغذیه شي، اما ځیني بیا په ګرم حالت یا تودوخه کې ژوند له لاسه ورکوي. څومره چې سمندر ګرمیږي، مثلاً په هماغه اندازه مرجانونه مړه کیږي؛ مرجان د سمندر د ایکو سیستم د ملا تیر دی. په تیرو ۵۰ کلونو کې له ۶۰ سلنې ډیر حیوانات د انسانانو له لورې له منځه وړل شوي دي.

لږ تر لږه د حیواناتو او نباتاتو ۱ میلیونه ډولونه د ورک کیدو له ګواښ سره مخ دي. دا یوازې هغوی ته تاوان نه، بلکې انسانانو ته هم تاوانونه لري، ځکه موږ ټول په روغتیايي ایکو سیستمونو ولاړ یوو. حشرات/نورې خزندې زموږ فصلونه القاح کوي، میلیونه خلک له ماهیانو خپل خوراک برابروي، له اکثره نباتاتو او حیواناتو درمل جوړولو کې کار اخیستل کیږي، او موږ د تنفس اکسیجن له نباتاتو او اوبړیو یا شنو ته ورته وښو ترلاسه کوو.

مخکینی بل