Air pollution worsens climate change

اقلیمي بدلون ولې رامنځته کیږي؟

زموږ معتدله کمپله

فضا د کمپلې په څیر ده چې موږ ګرم ساتي. په دې کې د شنو خونو یا ګلخانه يي ګازونه هم شامل دي هغه چې خالیګاه یا سپیس ته د لمر د شعاوو د بیرته تګ مخه نیسي. خو څه به وشي چې که موږ فضا ته د شنو خونو یا ګلخانه يي ګازونو شمیر زیات کړو؟ ځواب دا دی چې هوا به ډیره زیات ګرمه شي. دا هغه څه دي چې نن سبا ورسره انسانان مخ دي.

ګلخانه یی ګازونو سرچینې

انسانان د لرغونو حیوانانو او نباتاتو پاتې شوني سوځوي، څو ګروپونه او فابریکې پرې روښانه کړي، ګاډي، کښتۍ او موټرسایکلونه پرې وچلوي. موږ چې کله د کر لپاره ځمکه چمتو کوو، نو ژوندي نباتات هم ورته سوځوو. دا تر ټولو ډیر شنوخونو غاز، کاربون ډاي اکسایډ چې د CO2 په نامه هم پيژندل کیږي، تولیدوي.

دېته ورته نور ګازونه هم شته، لکه د میتاین چې د حیواناتو له خیټو د خولې له لارې راووځي، یا هغه ګازونه چې له پایپلاینونو لیک کیږي، او نایتروس اکسایډ چې په زراعت کې د کارول شوې سرې څخه راووځي. خو CO2 له تیلو، ډبرو سکارو او ګازو غټترین مشکل دی، او دا موږ د نورو ګازونو د اندازه کولو لپاره د یوه سټنډرډ په توګه کاروو.

CO2 ستا په شمول د هر موجود شي وجود جوړوي، او کله چې بوټي او اوبړۍ فوتوسایتیزیس کوي، دا په کې نښلیږي. اکثره وخت کاربون د نباتاتو، اوبړیو او د سمندرونو د جذب کولو له امله د فضا د طبعي پاتې کیدو لپاره کارول کیږي. د ډبرو سکاره، مثلاً له لرغونو ونو، او تیل له لرغونو الګا یا اوبړیو (اوبو او لمده کې یو رقم شنه او وښو غوندې دي) څخه جوړ شوي.

زموږ هیله

خو د ۱۹ مې پيړۍ له صنعتي انقلاب وروسته موږ ډیر زیات د لرغونو حیواناتو او نباتاتو پاتې شوني سوځلي، او ځمکه مو ترې ډیر زیاته پاکه کړې ده. د خوندي پاتې کیدو لپاره اړتیا ده چې په نړیواله کچه فضا کې د CO2 سطحه په هر میلیون کې ۳۵۰ ته راښکته کړو (اوسمهال ۴۱۰ppm) ده، او تودوخه یې له ۱.۵ سانتګرید ته راښکته کړو (اوسمهال ۱ درجه ده).

مخکینی بل