+۱۵ عمر

له لاندې فعالیتونو یو وټاکئ او د ‘پلاستیک ننګونې ضد د مبارزې نړیوال بدلون’ سبب شئ.


په دکانونو کې د پلاستیک کارول بند کړئ


درې کمپنۍ / دوکانونه وټاکئ چې تاسې غواړئ ډیر کله له هغه ځایه پیرل وکړئ. له هغوی سره په ګډه باندې معلوم کړئ چې څومره پلاستیک په پیریدونکو پلوري یا ورکوي. ددې د بدیل په اړه ورسره وغږیږئ. فکر وکړئ چې دا خلک هڅولی شئ. ایا پیریدونکي په دوامداره ډول پيرل کوي؟ ایا د پلاستیک ککړتیا سیاحت او کاروبار اغیزمنوي؟ له هغوی سره پر دې کار وکړئ او پرځای یې بدیلونه ور په ګوته کړئ.


چلباز پلاستیک


ملګري مو راټول کړئ. هر کس باید دداسي شي په اړه پلټنه وکړي چې اکثره خلک یې د پلاستیک په نوم نه پيژني. مثلاً، ایا پوهیدئ چې د سیګرټ فیلتر/کاغذ هم کوچنی پلاستیک دی؟ نور غولوونکي/چلباز پلاستیکونه لکه د ژاولو ژول، د جامو ځلیدل، او د چای خلطې هم کاغذونه دي. هر یو باید خپل مثالونه له ځان سره ښوونځي ته راوړي او په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه ساحه کې دې یې د نصب کولو اجازه واخلي دا چې ولې دا شیان مهم دي، دا ټول معلومات دې ورسره ولیکل شي.


لږ تر لږه ۱ میاشت سیند یا ساحل ته ورشئ


داسې یوځای وټاکئ چې تاسې ته نیږدي وي او ډیر زیات پلاستیکونه یا نور اضافي توکي په کې پراته وي. تر یوې میاشتې ددې د پاکولو لپاره کار وکړئ. له ځانه سره مو ملګري، همداراز سیمه ییز سیاسي مشران او رسنۍ هم راولئ، څو له تاسې سره د پاکوونې دا پروسه وویني او ددې کار بریا هم وګوري.

مخکینی