Tide Turners-02.png

تاریخچه

د پلاستیکي ننګونې په اړه

دا د ‘پلاستیک ننګونې ضد د مبارزې نړیوال بدلون’ یا (Plastic Tide Turners Challenge) څخه رامنځته شوی، چې په اصل کې د سکاوټ نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام له لورې جوړ شوی دی. د ګډون لپاره ژمنلیک امضاء او په-کور او د ټولنې په – کچه فعالیتونه بشپړ کړئ.

ولې پلاستیکي ککړتیا مهمه ده؟

دا چې پلاستیک څنګه زموږ سیاره اغیزمنوي، په دې اړه ډیر څه ولولئ. د مقالې په پای کې به ۶ هغه ټکي هم وګورئ چې ولې پلاستیک زموږ سیاره خرابوي، او چمتو به اوسئ چې د پلاستیک اړوند مبارزې په فعالیتونو کې ګډون وکړئ!

Tide Turners-05.png

۶ هغه لارې چې پلاستیک زموږ سیاره زیانمنوي

۱. زموږ سمندري ملګري زیانمنوي: اکثره بحري حیوانات پلاستیکي شیان تیروي، یا په کې بند پاتې کیږي چې دا یې زیاتره وخت د مرګ سبب ګرځي. شا او خوا ۱۱.۱ بیلونه پلاستیکي توکي د سیندونو په غاړو کې په سمندري ایکو سیستم کې نښتي او تاو شوي چې دا د حیوانانو د اکسیجن سیستم او رڼا بندوي، او مضر زیان رسوونکي مواد افرازوي.

۲. زموږ خاوره خرابوي: پلاستیک په وچه کې هم ضرر لري. ځکه دا خاورې او اوبو ته زهرجن مواد رسوي او بیا د خاورې، نباتاتو او ځمکې اوسیدونکو روغتیا یا سالموالی چې د ایکو سیستم اړین خدمات ترسره کوي، زیانمنوي، لکه د ځمکې د چنجي او نورو حیواناتو لپاره ایکو سیستم ویجاړوي. کله چې پلاستیک خاورو سره ګډیږي، نو دا بیرته د محصولاتو/فصلونو له لارې موږ ته د خوراک له لارې وجود ته داخلیږي. حتا ثابته شوې چې غواګانو پلاستیکي خلطې خوړلي دي. په نیروبي کې په هرو ۲۰ غواګانو کې د یوې په خیټه کې پلاستیکي خلطې یا پاتې شوني موندل شوي دي. دا نو بیا د انسانانو او د غواګانو د بچیانو لپاره ښه نده چې یا یې غوښه وخوري یا هم شیدې وڅښي.

۳. له اقلیمي بدلون سره همکاري: هو، پلاستیک هم د اقلیمي بدلون تر شا دی. پلاستیک له پیټرولیم جوړیږي، او د پلاستیک په جوړولو کې د نړۍ له د تیلو د تولید ۸ سلنه برخه مصرفیږي. تر ۲۰۵۰ پورې دا شمیره تر ۲۰سلنې پورې اټکل شوې چې پورته به شي. د تیلو لپاره کیندنه او پلاستیک ته یې تبدیلول، چاپیریال ته د شنې خونې ګاز یا ګاز ګلخانه يی خوشې کوي، هغه چې د نړیوالې تودوخې سبب ګرځي او د اقلیمي بدلون لامل کیږي. او حتا کله چې پلاستیک د سمندر اوبو او لمر وړانګو ته واچول شي، نو د شنو خونو ګاز (ګازګلخانه یي) تولیدوي.

۴. د سیلابونو سبب ګرځي: ایا پوهیږئ چې پلاسیتک کولی شي په ښارونو کې د سیلابونو سبب شي؟ پلاستیک د اوبو لاره او پایپونه بندوي چې بلاخره دا په ښار کې د سیلابونو سبب ګرځي، لکه بنګلدیش او هند کې چې اکثره وخت ښارونه له سیلابونو زیانمنیږي.

۵. موږ ناروغه کوي: کله چې پلاستیک د ناولو اوبو سیستمونه بند کړي، نو دا د چټلو اوبو د ودریدو او ډیریدو سبب ګرځي، چې بلاخره دا ډول ځایونه د غوماشو او نورو مضره حشراتو د اوسیدو لپاره زمینه برابروي. دا ډول حالت د ملاریا او د ساري ناروغیو د ډیریدو او خپریدو سبب کیږي.

۶. د پاکولو پروسه سختوي: موږ هرکال په نړۍ کې بیلیونونه لګښت کوو څو خځلې لرې، کوڅې او پارکونه پاک کړو. پلاستیک زموږ اقتصاد په نورو لارو هم خرابولی شي، مثلاً د سیاحت د کمزروي کولو سبب هم ګرځي. څوک غواړي هغه ځای ته د چکر لپاره لاړ شي چې پلاستیکي خځلې او ګندونه په کې پراته وي؟

بل