Tide Turners-08.png

په کور کې فعالیتونه

د پلاستیک د اغیزو په اړه ډیر نور معلوماتو د په-کور کې فعالیتونو، کې زده کړئ.


د شپې یو فلم وګورئ


که تاسې انټرنیټ ته لاسرسی لرئ، کولی شئ پر یوټیب دا معلوماتي فلمونه وګورئ څو په سیاره (ځمکه باندې) د اقلیمي بدلون اغیز په اړه پوه شئ. دا ویډیوګانې او لینکونه مو ملګرو سره هم شریک کړئ.


Is this the ocean of the future?

پلاستیکي ککړتیا


ویډیو ګیم وګورئ


mission15_preview.png

د خپل ماموریت سره د اقلیمي بدلون په اړه یو څه ووایاست ۱.۵Play>>


له سرپوښونو ډولي توکی جوړول


د بوتلونو پوښونه/سرونه په بیلابیلو رنګونو او اندازو جوړیږي. دا سرپوښونه کولی شو په نوښتیزه هنر سره وکارول شي، او دا کار له خپلو ملګرو سره په ګډه وکړئ.

  1. ۱. د کارتن یوه ټوټه پیدا کړئ.
  2. ۲. کارتن یا د کارتن ټوټه باندې مو دا طرحه رسم کړئ. کولی شئ د بوتل سرپوښونه په کارتن باندې رسم یا هم سریښت کړئ. کولی شئ چې د ښه روښانه کولو یا جزیاتو د تشریح کولو لپاره رنګه مارکرونه/قلمونه وکاروئ.
  3. ۳. خپل دا هنر مو په ویاړ سره نورو ښکاره کړئ.


د بیا کارونې هنر


خپل د نوښت اړخ مو خلکو ته وښيئ! تر هرې اندازې چې کولی شئ اضافي پلاستیکي شیان راټول کړئ، او کوښښ وکړئ چې له دې توکو یو هنري څه جوړ کړئ. کولی شئ یو ښه د رنګونو ګډ هنر جوړ کړئ؟ یا یو بنګړی جوړ کړئ؟ مهربانی، دا هڅونکې نظریې وګورئ!


انتقال لپاره د بیاکارولو وړ توکي


د جامو بیکونه مو راواخلئ، او په مخامخ دروزاه باندې یې له یوې نښې سره ځای پرځای کړئ، څو خلکو ته ور یاد کړئ چې د سودا پرمهال دا ډول بیکونه یا خلطې واخلي. که د سامان د لیږد کوم بیک نلرئ، نو کولی شئ، دا لارښوونې عملي او ځانته له زړو بنیانونو/ټوټو نه یوه خلطه جوړه کړئ.

مخکینی بل