08Guite_To_Action.jpg

۶. له اړوند شریکانو سره اړیکه

ایا څوک لا له وړاندې پر دې مسله کار کوي؟

۱. تاسې او ستاسې ملاتړي شاید یوازیني کسان نه وي چې ددې مشکل په اړه راپورته شوي دي. کیدای شي نور هم څوک وي چې پر دې مسله کار کوي. په دې اړه لږ پلټنه وکړئ چې نورې ادارې خو به پر دې مسله له وړاندې کار نکوي. مثلاً که تاسې په اقلیمي بدلون کار کوئ، نو کولی شئ له اړوند ادارو سره چې دې برخه کې کار کوي، اړیکه کې شئ، لکه د چاپیریال اړوند ادارې، د اقلیمي بدلون اړوند بنسټونه او حتا یونیسف هم. هره اداره چې پیدا کوئ، نوم یې ځان سره لیکئ. اوس له ځانه وپوښتئ چې ایا هغوی سره دا کار شریک کولی شئ؟ ایا داسې څه شته چې له هغوی زده کړل شي؟

۲. کیدای شي داسې ادارې او ګروپونه هم وي چې کمپاینونه نه کوي، خو دغو مسلو ته توجه کوي، یا شاید ستاسې مخاطب د هغوی غږ اوري. لکه مذهبي مشران، ساینسپوهان، پوهنتونونه یا کاروباري مشران. ایا داسې څه په اړه فکر کولی شئ؟ که هو، نو دوی هم له ځانه سره لیست کې ولیکئ.

مخکینی بل