24Guite_To_Action.jpg

۵. اقدامات چمتو کړئ

څنګه هدف یا مخاطب ته د خپل کمپاین پیغام رسولی شئ؟

۱. دا هغه څه دي چې غواړئ ډاډه شئ چې تاسې ته مسوول ستاسې تکتیکونه ویني. په کې له اړوند کسانو سره ستاسې لیدنې هم راتلی شي چې څو هغوی ته ووایاست چې تاسې د یادې موضوع په اړه څه څه کارونه کوئ. مثلاً، ستاسې په سیمه کې ۵۰۰ تنو د هوا ککړتیا پرضد په شریکه لیک امضا کړی. نو دغسې مهال تاسې باید د اړوند مسوول (لکه مثلاً ښاروال سره) د ناستې وخت واخلئ او همدا د خلکو لیک ورته وښایاست چې دوی څه غواړي. کله چې له مسوولینو سره کیښنئ، نو باید ډیر مودبانه چلند ورسره وکړئ، ځکه په دې ډول سره شاید ستاسې غږ ښه واوریدل شي.

۲. له ځانه سره یې ولیکئ چې څنګه به تر مسوولینو ځان رسوئ. که چیرته په اول ځل هغوی ستاسې غږ وانه وریدو، نو له نورو تکتیکونو کار واخلئ. دلته څه نور تکیتکونه هم شته چې د مسوولینو توجه جلب کړئ.

  • د بیا ځل لپاره په مودبانه ډول سره یې دفتر ته له ۲-۴ تنو ملاتړو سره ورشئ.
  • له ځانه سره په دې اړه اعلان واخلئ چې اخبار/راډیو له لارې کې خپور شوي وي. البته هغه وسیله چې مسوول یې اوري.
  • په اخبار کې باید په داسې ډول ستاسې نظر لیکل شوی وي چې ستاسې مخاطب یې ولولي.
  • د هغوی د ټولنیزې پاڼه ته مو د خپل کمپاین په اړه پوسټ یا خبرتیا ولیږئ، څو پوه شي چې داسې څه پلان کې دي.
مخکینی بل