۴. خپل تکتیکونه مو معلوم کړئ
۱. تکتیکونه یا تدابیر هغه څه دي چې له خپلو ملاتړو غواړئ چې څو ورته لاس په کار شي، تر څو ستاسې مخاطب کسان یا لوری اقداماتو ته لاړ شي. ددې لپاره چې ښه مخته تګ ولرئ، ستاسې تدابیر باید ستاسې د ملاتړو لپاره اسانه وي، خو ستاسې د مخاطب/ټارګیټ لپاره باید سخت وي څو یې پام کې ولري. له خپلو ملاتړو هغه څه مه غواړئ چې نه یې شي کولی، لکه د ډیرو پيسو ورکول، یا هم د هیواد هرې برخې ته سفر چې پارلمان غړو سره وویني. او ډیر کوچني هم څه مه کوئ (لکه یوازې په فیسبوک کې پوسټ) داسې مهال به ستاسې مخاطب/ټارګیټ سمه توجه ونکړي.
۲. هغه ټول تدابیر له ځانه سره ولیکئ چې غواړئ د هر کمپاین لپاره یې وکاروئ. دا باید ستاسې یوازیني تدابیر یا تکیتکونه نه وي، بلکې کولی شئ نور نوښتونه هم وکړئ. لکه مشاعرې جوړول، اتڼ کول، خبري کنفرانس ورکول، له یوه تولید سره بایکاټ کول او نور... یعنې په داسې ډول سره باید وشي چې قوانین نقض نشي یا چاته زیان ونه رسیږي، ځکه ګڼې داسې لارې شته چې په سوله ییزه توګه د خلکو توجه ځانته را اړولی شئ.
Average Rating: ☆ ☆ ☆ ☆ ☆ (0 reviews)
 
                 
             
     
        
         Facebook
                            Facebook
                         X
                            X
                         LinkedIn
                            LinkedIn
                         WhatsApp
                            WhatsApp
                         Email
                            Email
                         Copy Link
                            Copy Link