01Guite_To_Action.jpg

۳. ملاتړي پیدا کړئ

۱. ستاسې ملاتړي، کیدای شي ستا لارویان یا مینوال هم ورته وویل شي، هغه خلک دي چې ستا په شان یې دا ستونزه پيژندلې ده، چې همدا خلک به له تاسره ددې کمپاین ترسره کولو کې لاس یو کوي. که چیرته د ښوونځي اړوند غږ پورته کوئ، نو ستاسې ملاتړي به د ښوونځي زده کوونکي وي چې د اقلیمي بدلون په اړه به پاملرنه کوي. که د هوا ککړتیا په اړه غږ پورته کوئ، نو ستاسې ملاتړي به والیدین وي، ځکه هغوی به د خپلو بچیانو د روغتیا په اړه اندیښنه لري.

۲. څومره چې مشخص مخاطب و هدف ولرئ، په هماغه اندازه به په اسانه ملاتړي پيدا کړئ. داسې مه لیکئ چې «هر یو چې غواړي په کې ګډون وکړي»، بلکې پرځای یې مشخص کړئ چې څوک په ستونزه کې یو ډول رول لري، او ستاسې کوم مخاطب خلک به دې غږ ته غوږ ونیسي. مثلاً، که غواړئ پر حکومت فشار راوړئ چې تولید کنټرول کړي، نو کیدای شي په دې کې ډیره برخه ځوانان او ماشومان برخه واخلي، ځکه هغوی ډیر له اقلیمي بدلون اغیزمند دي. په هر صورت، حکومت شاید تر ډیره د تنکیو ځوانانو غږ واوروي، نو په همدې اساس ښه ده چې ښوونکي او کاروباري مشران وهڅوې څو درسره د نارې پورته کولو کې یو شي.

۳. له ۱ تر ۳ پورې ګروپونه مو د کمپاین لپاره برابر کړئ. پر دې سره پوه شئ چې راتلونکي اقداماتو کې څنګه دوی ته لاسرسی کیدلی شي. هغوی څنګه له مسایلو ژر خبریدای شي؟ دوی تر ډیره کوم ویب سایټ ګوري؟ مثلاً، کیدای شي ځان سره ولیکئ، فیسبوک یا وټسپ کې ګروپونو ته نومونه ورکړئ، لکه زده کوونکي، د ښوونځي جلسه او یا هم والدین – راډیو، محلي اخبار، مذهبي مشران. او اوس نو پوهیږئ چې ملاتړي مو څوک دي، او پر دې هم پوهیږئ چې څنګه هغوی د کمپاین لپاره خبر کړئ.

مخکینی بل