13Guite_To_Action.jpg

۲. مخاطبین مو معلوم کړئ

هدف: کوم خلک ددې قوت لري څو هغه بدلون رامنځته کړي چې ته یې غواړې؟

ستا هدف به هغه تصمیم نیوونکي وي څوک چې بدلون راوستلو کې رول لري. دا خلک ځیني وخت شاید رهبران/بانفوذه خلک وي، لکه د ښوونځي مدیران، ښاروال، ولسمشر/رییس، یا هم د یوې کمپنۍ مشر. نو هغه خلک له ځانه سره ولیکئ چې دداسې بدلون صلاحیت لري.

کمپاین معمولاً هغه وخت ښه پایله ورکوي چې یو مشخص شخص هدف کړئ. که تاسې د قدرت/صلاحیت لرونکو یو ګروپ له ځانه سره لیکلي وي، مثلاً ښاري شورا یا حکومت، هڅه وکړئ چې دا لیست راتنګ کړئ. د شورا د مشر نوم څه دی؟ ستاسې د ستونزې اړوند وزیر/مسوول نوم ولیکئ، لکه مثلاً د چاپیریال مسوول.

مخکینی بل