02Guite_To_Action.jpg

۱. یو هدف وټاکئ

  • هدف ټاکل د هغه مشکل په روښانه کولو کې مرسته کوي چې حل لپاره یې راپورته شوي یاست او حل لارې ورته لټوئ. ا) تاسې ته معلوم مشکل ولیکئ، ب) هغه حللاره چې غواړئ ترلاسه یې کړئ، ولیکئ. مثلاً، ککړه هوا خلک ناروغه کوي. غواړو چې د هوا ککړتیا کمه کړو. ستاسې ځواب باید همدې دوو جملو ته وي.
  • اوس هغه وخت دی چې خپل هدف لا قوې کړئ. څومره چې مو هدف واضح وي، هماغومره ورته رسیدل اسان وي. مثلاً، «زما هدف دا دی چې ددې کال تر پایه خپل ښار کې د هوا ککړتیا څلورمه برخه راټیټه کړو.»
  • دا کمپاین هرځای کیدای شي، له خپل ښوونځي نیولې ان ټول هیواد کې یې کولی شئ. یوې میاشتې او ان تر ۲ کلونو لپاره یې هم کولی شئ. که چیرته تجربه کاره کمپاینر یې، نو ښه دی چې په ستر کمپاین فکر وکړې. کوچني کمپاینونه اسانه وي چې په کې ژر بریالی او غټو کمپاینونو ته چمتو شئ. خپل هدف مو ولیکئ. 

بل