You are the solution!

تاسې

برښنا سپما کړه

Cleaner energy means a healthier environment

ډیرې لارې چارې شته چې په وسیله یې کولی شو په کور او ښوونځي کې د کاربون فشار کم کړئ. لومړی یې د برق سپما ده. هغه ګروپونه او ماشینونه بند کړئ چې کله اړتیا ورته نلرئ. د انرژۍ ډیر مصرفول پر اغیزناکه انرژۍ بدل کړئ. کوښښ وکړئ چې ښوونځي، کور او کارځای کې له تجدیدونکي انرژيو څخه کار واخلئ.

ګټور ټرانسپورټ

Reduce your emissions!

کوښښ وکړئ چې چاپیریال ته زیان نه رسوونکي ټرانسپورټ نه ګټه واخلئ. که چیرته ممکنه وي نیږدې ځایونو ته د موټر و موټرسایکل پرځای پر بایسکل یا هم په خپلو پښو لاړ شئ، او عامه ټرانسپورټ لکه بسونه او اورګاډي یا نور د لرې تګ/سفرونو لپاره وکاروئ. که برښنايي موټر د لاسرسي وړ وي نو ډیره ښه ده. همداراز باید له حکومت وغوښتل شي چې غوره ټرانسپورټ ته توجه وکړي.

پرهیز

Climate change threatens food security

کله چې خبره غذا په اړه راځي، نو ښه ده چې د غوښې او لبنیاتو د استعمال اندازه کمه کړو. خواړه باید ښه وساتو چې ضایع نشي.

کم کړئ، بیا وکاروئ، بیا یې جوړ کړئ

Climate change affects water quality and quantity

دا یوه ډیره پخوانۍ وینا ده چې کم کړئ، بیا وکاروئ، او بیا یې جوړ کړئ. کله چې څه اخلو، نو هڅه باید وکړو چې لږ واخلو، خو دوام لرونکي یعنې اصل واخلو؛ همداراز هغه څه چې لرو بیا بیا یې وکاروو، بیا یې جوړ کړو، چې دا به یو ډیر ګټور کار وي. کله چې یو توکی غورځوو، نو ښه دی چې پرځای یې په بیا جوړولو فکر وکړو. نن ورځ د ‘پلاستیک ننګونې ضد د مبارزې نړیوال بدلون’ یا Plastic Tide Turner تعهد امضا کولو وروسته تاسې د پلاستیک د استهلاک د اغیزو په اړه ډیر معلومات ترلاسه کولی شئ.

خبرې وکړئ

It is not too late!

هغه ځای چې تاسې پکې اوسیږئ او هیڅ ډول لیږد رالیږد (عامه ټرانسپورټ) وسیلي نه وي، هیڅ ځای نه وي چې شیان بیا کارولو ته چمتو شي، یا تجدید کیدونکې انرژي ترې ترلاسه کړئ، دغسې مهال باید څه وشي؟ دغه وخت کې تر ټولو پیاوړي اقدامات دا دي چې حق غوښتنه/مدافعیت وشي. حق غوښتنه/وکالت مانا دا چې د حکومت تصمیم نیوونکو، ښاري شوراګانو، کاروباري مشرانو، فعالانو او نورو څخه هغه څه په اړه اقدامات وغواړئ چې تاسې ورته اړتیا لرئ.

مخکینی