Cleaner energy means a healthier environment

د بیا کتنې وړ انرژي

د برق د تولید لپاره د لرغونو حیواناتو او نباتاتو د پاتې شونو سوځول یو له هغه غټو لاملونو دی چې د اقلیمي بدلون سبب ګرځي. خو ددې پرځای کولی شو چې له تجدید وړ یا بیاکارونې وړ انرژۍ نه هم برښنا ترلاسه کړو. په اوس وخت کې لمر یا سولر او باد هغه دوه مهمې منابعې دي چې کولی شو ویې کاروو. موږ کولی شو چې دا انرژي په بیټریو کې ذخیره کړو، او کله چې باد و لمر نه وي، نو بیا هم ترې ګټه اخیستلی شو. داسې حال کې چې ورځ تر بلې د ښه معیار بیټرۍ بازار ته وړاندې کیږي.

نوره تجدیدیدونکي انرژي لکه د اوبو له ډیمونو، څپو، طوفاني موجونو، او د ځمکې د تودوخې انرژي. هر هیواد چې له هر یوې برښنا کار اخلي، باید هغه وکاروي چې خوندي او د لاسرسي وړ وي. نن سبا د ګټورې ټکنالوژۍ په مرسته کولی شو چې د برق استعمال راکم یا هم کنټرول کړو.

هغه تیل چې موږ په موټرونو، کښتیو او الوتکو کې کاروو، کولی شو پرځای یې هایدروجني سلولونو، او ځیني وخت بیودایزل او لمر نه هم ګټه واخلو. خو تر ټولو ښه ټکی یې دا دی چې برقي ټرانسپورټ زیات کړل شي، نو موږ ته به ګټور وي، لکه څنګه چې کور و فابریکو کې له برق کار اخلو، دې لپاره به هم عینې برښنا کاروو او له دې تجدید کیدونکې انرژۍ به کار اخلو.

مخکینی بل