Raise awareness of climate change!

قوانین او تړونونه

څرنګه کولی شو چې حکومتونه او کمپنۍ راوبولو چې څو هغه حل لارې راوباسي چې ورته اړتیا لرو؟ ځواب یې دا دی چې باید قوانین ورته جوړ شي. قوانین لکه د کاربن مالیه په څیر یا «سرپوښ او تجارت» دي، څو معلومه شي چې یو صنعت یا شرکت باید څومره تولید وکړي. همداراز، ځیني هیوادونه خپلمنځي تړونونه کوي څو خپل تولیدات کم کړي، چې دا هم ډیر مهم کار دی. دا قوانین او تړونونه له ملتونو سره د کاربن په کمولو کې ښه همکاري کولی شي.

ددې ټولو تړونونو تر ټولو مهم تړون د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون تګلاره یا (UNFCCC)ده. تاسې شاید د  Paris Agreement(پاریس تړون) په اړه څه اوریدلي وي. دا په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال لاسلیک شو چې له کلونو مذاکراتو وروسته بلاخره هیوادونه د تولیداتو پر کمولو موافقې ته ورسیدل. د ۲۰۲۱ کال د اقلیمي بدلون په ناسته کې نړیوالې ټولنې د خپلو تعهداتو پر بیا کتلو او تازه کولو سره موافقه وکړه. په هر حال، دا تعهدات د هیوادونو په خپله خوښه دي، باید چې هیوادونه د اغیزناکتوب لپاره په داخلي کچه ورته قوانین جوړ او پلي کړي.

مخکینی بل