د خوړو غوره سیستم
دوامدراه زراعت
د کاربون د ککړتیا دویمه ستره منبع کرکیله ده. اوسمهال، طبعي استوګن ځایونه لکه باران لرونکي ځنګلونه چې د کروندې پرځای ډیر کاربن تولیدوي، پاک شوي/ریبل شوي، او د کروندې ځمکې هم د لږ سالم والي له امله کاربون خوشې کوي. خو عصري پایداره زراعت کولی شي چې په لږ موقعیت کې د ډیر حاصل ترلاسه کولو سبب شي، نو کولی شو چې مخکینۍ کروندې او دښتې بیا فعاله کړو. دوامداره/عصري کرانه اوبو ته هم لږه اړتیا لري، لږ یا ښې افت وژونکې سرې کاروي، څو ځمکه لا کر ته ښه برابره کړي، دا ټول هغه څه دي چې موږ پرې چاپریالي/تنوع زیستي ساتلی شو.
لږه غوښه
باید له غوښې لږه استفاده وکړو. دا ځکه چې حیوانات د فصلونو/کر په نسبت ډیرې ځمکې او اوبو ته اړتیا لري؛ همداراز دوی د شنو خونو/ګاز ګاز ګلخانه يی هم ډیر تولیدوي. غواګانې/غوایان په دې برخه کې ډیره ونډه لري، مانا دا چې له خوړو څخه غوښه لرې کول یا نه خوړل، ستاسې په خواړو کې د کاربن کچه نیمايي کموي. کولی شو چې ددې پرځای ډیره نوره غوښه او لبنیات د بدیلونو په توګو وخورو، چې نن سبا نړۍ کې دا بدیلونه پیدا شوي دي. غواړئ ډیر هوښیار ښکاره شئ؟ هغه حیوانات چې میتاین تولیدوي، ځانګړی نوم یې: انټریک فیرمینټیشن یا داخلي رسیدنه ده چې دا په ځینو حیوناتو کې د هاضمي پروسې طبعي برخه ده.
د خوړو لږه ضایع
هغه خواړه چې موږ یې ضایع کوو، خپله یوه ستونزه ده. د خوړو ضایع اکثره وخت له خوړلو وړاندې رامنځته کیږي، لکه په کرنه، د ټرانسپورټ پرمهال او همدارنګه دکانونو کې، ځکه خواړه چې پاتې او وخت پرې تیر شي، نو خرابیږي. یا هغه وخت هم رامنځه کیږي چې کله خلک پاتې شوني خواړه وغورځوي. خوسا شوي خواړه که همداسې په ځمکه وغورځول شي، او که خاورو کې ښخ کړل شي، خو بیا هم میتاین تولیدوي. غذا که موږ ونه خورو هم مانا دا چې هغه کاربن چې ددې غذا جوړښت کې استفاده شوی، همدا غذا ضایع کوي. په همدې شکل سره حکومتونه له بزګرانو سره په کښت کې د (سبسایډ یا مرسته ورکوونې) په نوم همکاري، همداراز د خوراکي توکو د کرلو طریقه، لیږد، اخیستلو، او ذخیره کولو کې هم مرسته کوي، څو په ډیره کچه سره د خوړو د دا ډول ضایعه کیدو مخه ونیول شي.