د میاشتنۍ عادت د روغتیا ساتني د مدیریت اړوند د اړتیا وړ توکي
کله چې يوه نجلۍ د مياشتنۍ عادت (سايکل) په موده کې وي. داسې ټوټو او پاکو توکو ته اړتیا لري چې د وینې د جذب وړتیا ولري. هغوی کولای شي چی له یوځل کاریدونکو روغتیایی توکو. ټوټو یا کاغذي دستمال څخه کار واخلي. نجونې له بیلابيلوطریقو او ډولونو چې ورته ګټورې او یا لاسرسی ولری کار اخستلای شي. په داسې حال کې چې د هغوی يو زیات شمېر پاکو نځی ټوټو څخه پدي موځه کار اخلي. د وي د جذب په موخه له زړو ټوټو څخه کار اخیستنه په نجونو او ښځو کې ډېره معموله ده . د روغتیا پالنې ګوټکسونه په معمول ډول ډير نه کارول کېږي ځکه چې لاسرسی ورته لر او لګښت یې زیات دی.
د روغتیا پالنې ټوټې باید هره ورځ په ځانګړې توګه د تودوځي په موسم کې هر څو ساعته وروسته بد لې شي. مګر په هغه صورت کې چې د میاشتنۍ عادت وينه بهیدنه (افرازات) لږ وي. همدارنګه ښه ده چې د شپې پرمهال له بدلیدو پرته یواز: له یوې روغتیايي ټوټې څخه کار واخیستل شي. دا د پلرونو أو وروڼو دنده او مسئوولیت دي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې په کورکی يی د لاس او جأمو مینځلو له پاره صابون او روغتیایی توکي شتون لري. همدارنګه میندي او ښوونکي باید ډاډ ترلاسه کړي چې لای شی نجونو سره په لاس د جوړو شویو ټوټو د چمتووالي په برځه کې مرسته وکړي. د دې له پاره چې ځان او چاپیریال مو پاک ساتلی وي کارول شوي توکي باید په هر ډول ځایونو کې ونه غورځوئ باید ډاډ ترلاسه کړئ چې په مناسب ځای کې اچول شوي. سوځول شوی یا ځاي پرځای شوی دي.