SC 7.png

د میاشتني عادت پر مهال د بدن پاکوالي او خوندیتوب

ځینې نجونې د میاشتنۍ عادت (سايکل) پر مهال ډ ېرې نا آرامه ښکاري او له ښی او مناسبې روغتیا ساتني څخه برخمنې نه وي اوځینې نورې يی بيا غواری چې ژر ژر خپل ځان و مینځي. د مینځلواو حمام په اره کومۍ داسی سمی او ناسمی انکيرني نشته. هره نجلۍ باید له یو ډول کړنو سره جوړجاړی وکړي چې ورته د منلو وړ وي. دا ډېره اړينه او مناسبه ده چې نجوني ځپل د بدن مخصوصې برخې په اوبو او صابون سره ښه ومینځي او په بشپړ ډول یې وچ کړي.

مياشتنۍ عادت د هرې نجلۍ د ژوندانه عادي برځه ده هغوی کولای شي د مياشتنۍ عادت پر مهال ځپلې ټولې چارې په عادي بڼه ترسره کړي الېته د لاند ټکو په ګډون:

  • ورځني حمام اولامبل
  • سپورټ او تمرینونه
  • ورځني عادي چاري او کړني

نجوني به په ریښتیني ډول د عادي او ورځنیو چارو په پرمخ بیولو سره د ښه والي احساس وکړئ.همداراز له تړمو اوبو څخه ګټه اخيستنه‌ هم کولای شی چی د دردونو کچه را ټیټه کړي.

مخکینی بل