د میاشتنۍ عادت اړوند د ستونزو او ناآرامیو د مدیریت په اړه له موراو ښوونکې سره سلا مشوري
ځینې نجونې د میاشتنۍ عادت پر مهال د نا آرامۍ احساس کوي او له ځيني دردونو څخه ځورېږي. دا دردونه په ټولیزه توګه ډېرشدید نه وي او د ډېري مودي لپاره دوام نه کوي. په داسې حال کې چې ځینې نجونې په بشپړ ډول د شديد درد څخه کړېږي چې د ورځنیو چارو ترسره کولو پر وړاندې یې خنډ را منځ ته کوي. که چېرې يوه نجلۍ د مياشتنۍ عادت دردونو پر وړاندې ستونزې ولري. په دي ترڅ کې باید له ښوونکي یا د کورني له یوی مشری سره ستونزه شریکه کړي ځکه چې په دې اړه یو زیات شمېرلارې چارې شته چې ګټو رثابتیدای شي. که چېرې درد ډېر شدید وي. ښايي اړتیا وي چې له معالج ډاکټر سره مشوره وشي.
یو زیات شمېرلارې چارې شته چې نجونې کیدای شی له هغو څخه په ګټه اخیستنی خپل د مياشتنۍ عادت دردونه کنټرول کړي. په ګرمو اوبو لامبل یا حمام. د ځيټې په لاندني برځه د تودو اوبو څخه ډکي کڅوړي(مشکوله) یا بوتل اېښودل. کيد ای شي هوسا کوونکي واوسي. که چېرې نوموړي دردونه ډېر شدید وي. کيدای شي د درد ضد درملو څخه هم ګټه واخلي. یو زیات شمېرنجونو دا هم موندلې چې خفیف او سپک تمرينونه لکه پياده تګ هم کولای شي د دردوتو او نا آرامۍ په راکمولوکی ورسره مرسته وکړي.