SC 5.png

د میاشتنۍ عادت د څرنګوالي په اړه له مور او ښوونکې سره مشوره

د میاشتنۍ عادت او له هغه څخه د زېږنده ناآرامیو د مدیریت د څرنګوالی په اړه له میندو. ښوونکیو او نورو مشرانو څخه د لارښوونې ترلاسه کول په نجونو کې وړتیا. ډاډ او پرځان باور رامنځته کوي.

درنو نجونو! که چېرې تاسو په ښوونځي کې یاست کولای شئ له خپلې کومې ملګرې. ښوونکې یا یوي مشرې ښځي څخه مرسته وغواړئ. ځینې نجونې په ځپلو دستکولونو کې د روغتیا پالنې هغه نخي ټوټې ګرځوي چې په کور کې یې چمتو کړي دي اوله ځانونو سره یې ښوونځي ته راوړي. پدي توګه هغوی د خپل د میاشتنۍ عادت د پیل له پاره له مځکې نه چمتووالی لري. له‌همدې امله یو زیات شمېر ښوونځي د روغتيا پالنې ټوټي لري چې کيدأی شې د اړتیا پر مهال یې نجونو ته ورکړي.

که چېرې په کورکې یاست د میاشتنۍ عادت د نا آرامی او نورو ستونزو ته د لا سرسي په مو خه‌ له‌ میندو، خويندو او اناګانو څخه مرسته وغواړئ.

مخکینی بل