د نجونو دندی او مسئوولیتونه. هغوی باید څه ډول کړني سرته ورسوي؟

  • د میاشتني عادت د ټوټو له بد لولو مخکې او وروسته باید خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون سره ښه ومینځی.
  • دټوټواو یوځل کاریدونکو د میاشتنۍ عادت توکو (کوتکسونو) ژرژربد لول به ستاسو بدن د ناروغیو او مکروبونو پروړاندې د اځته کیيدو څخه مځنیوي وکړي.
  • د مینځلواوحمام په اړه سم او ناسم څه نه شته هر څوک باید له هغو کړنو سره جوړجاړی وکړي چې ورته د منلو وړوي.
  • تل د مرستې او معلوماتو په لټه کې واوسئ د بلېلګې په دول که چېرې د میاشتنۍ عادت د پاکوالۍ اړوند ټوټي نه لرئ دا ستاسوخپل مسؤلیت دی چې د هغو د لاسته راوړلو غوښتنه‌ و کړئ.او یا هم که چېرې شد يد تحیضي درد (د میاشتنۍ عادت اړوند دردونه) ولرئ. باید له یو باوري کس څخه د درد ضد درمل ترلاسه کړئ یا له نورو لارو لکه ګرمو اوبو او ګرم حمام څخه ګټه واخلي.
  • هغه څه چې مو موراو پلار تاسوته وايي او یا درکوي ویې مئئ که چېرې هغوی نه شي کولای یوځل کاریدونکي کوتکسونه او یا پیډونه درته چمتو کړي. په هغه صورت کې له پاکو او نرمو ټوټو څخه کار واخلي. دا ستاسو دنده او مسئوولیت دی چې د ځپلو میندو او پلرونو مالي لګښتونوته پاملرنه ولري او هغوي درک کړئ.
  • په دي موخه چې ځان او چاپیریال مو پاک ساتلی وي. کارول شوي کوتکسونه او توکي باید په هر نامناسب ځای کې وانه چوئ تاسو باید ډاډ ترلاسه کړئ چې کارول شوی توکي په مناسب ځای کې سوځول شوى او یا ځای پر ځای شوی دی.
مخکینی