د پیغلتوب پر مهال د نجونو حقوق کوم دي؟

  • د تعليم حق: نجونې تعلیم ته د لاسرسی حق لري آن د میاشتني عادت(سايکل) پر مهال هم.
  • پاک یا روغ چاپیریال ته د لاسرسی حق: نجونې حق لري چې هم په کور او هم په ښوونځي کې په یو پاک او سالم چاپیریال کې ژوند وکړي. نجونې د پیغلتوب پر مهال په بدن کي بیلابيل بدلونونه تجربه کوي. له همدې امله هغوي د روغتیا ساتنۍ په پام کي نیولو په ګډون د يادو بدلونونو د څرنګوالي په اړه پوهاوي ته اړتیا لري.
  • د موراو پلارمینه، پاملرنه او لارښوونی: د میاشتني عادت د دوران (سايکل) پر مهال نجونې زیات پاملرنی، ميني او لارښوونو ته اړتیا لري ځکه چې دغه دوره ځځورونکې ده. هغوی اړتیا لري څو د دې په منلو سره چې د ودې او تکامل په یوعادي بهیر کې له څه سره مځ دي چمتووالي ولري. هغوی د میندو او پلرونو او هغو نارینه او ښځينه وو له خوا چې ورباندې باور لري. ډاډ ګیرنې ته هم اړتیا لري.
  • درازساتلو يا محرمیت حق: هرڅوک د ژوند په بیلابیلو پړاوونو کې د رازاو محرمیت ساتنې ته اړتیا لري په ځانګړې توګه دغه مسأله د میاشتنۍ عادت پر مهال د نجونو له پاره ډېر ارزښت لري. هغوی جلا تشنابونو ته اړتيا لري چې دروازې یی قفل شي. د راز یا محرمیت ساتنه د دې لامل کېږي چې هغوی د جامو په بدلولو او مینځلو کې د امن احساس وکړي او له هر ډول شرم او ویرې څخه په امن کې وي.
مخکینی بل