د میاشتنۍ عادت اړوند د ټوټو او جامو پاک ساتل او په خوندي ډول یې له منځه وړل
په ورځ کې کم تر کمه یو ځل ټوټي او ورسره اړونده اغوستونکی جامي پراوبو اوصابون ومینځۍ او په منظم ډول یی پاک وساتئ. د لمر د وړانګو پر مټ د وچولو سپارښتنه هم کېږي. ځکه چې د لمر وړانګې په طبیعي ډول د ناپاکیو او مکروبونو د له منځه وړلو په توګه عمل کوي. د جامو ټوټې د راتلوونکې مياشتي د کاروني په موخه په یو پاک ځای کې وساتئ.
تکه يي ټوټې (پیډونه) باید په ورځ کې دوه او یا څو واره بدلې شي. چې دا د وينې بهیدنې د بهیر په څرنګوالي پورې هم اړه لري. پاکې ټوټې کولای شو له نخي کمیسونو(ټي شرتونو) او داسې ورو ټوټو څځه جوړي کړو. کله چې د یوځل کاریدونکو توکو(کوتکسونو ) څخه کار اخلي په دی توګه اړينه ده چې کارول شوي کوتکسونو په خوندي او د روغتیا او چاپیریال ساتني په پام کې نیولو سره سم له منځه یوس کيدای شي هغه په کثافت دانۍ کې واچوئ . وسوځوئ او یا يې هم تر خاورو لاندي پټ کړي.