SC 3.png

عاطفي او فزيکي/جسمي بدلونونه

بلوغ یا پیغلتوب هغه مهال رامنځته کېږي چې د يوې نجلۍ بدن له ماشومتوب څخه د ځوانۍ پړاو پیلوي. په هلکانو کی هم د بلوغ یا ځواني دوره له نجونو څخه په لږ څه لوړعمر کې هغه مهال چې بدن يې بدلون پیلوي تجربه کوي. ډیری نجونې له ۹ تر‎٤١‏ کلنۍ پوري بلوغ یا پیغلتوب ته رسېږي په داسې حال کې چې هلکان دغه بدلونونه د ۱۰ - ‎٤١‏ کلنۍ عمر کې تجربه کوي.

فزيکي/جسمي بدلونونه:

  1. د تیانو وده
  2. د بدن په ځینو ځانګړو ځایونوکي د وېښتانو را ختل
  3. له جسمي پلوه د بد ن غښتلتيا اوه بڼي بدلون

عاطفي بدلونونه:

ښايي نجونې او هلکان د ځواني پر مهال له عاطفي او احساساتي اړځه فوري بدلونونه تجربه کړي چې د هغوي پر طبیعت او مزاج اغېز کوي.دغه ډول د طبیعت او (مزاج) بدلونونه کیدای شي په هغوی کې د وروسته پاته کیدو او یا پرمختګ اسباب را منځته کړي. ښايي د نجونو او هلکانو په ذهن کي داسې احساس هم رامنځته شي چې يوه شیبه وخاندي او یو شیبه وژاړي. دغه ډول فوري عاطفي بدلونونه په قسمي توګه په بدن کې د هورمونونو کچې د ړیدوله امله وي. په داسې حال کی د مور.خور او یو د اسی ملګري سره چي تاسو پری باور لرئ. خبري کول تاسو د عاطفي بدلونونو د زېږنده فشارونو څخه ژغوري. د طبیعت (مزاج) بدلون ډیری وخت لنډ مهاله وي او د وخت په تېريدو سره کمېږي.

مخکینی بل