سريزه

درنو نجونو!

دغه ټکۍ هم د نجونو او هم د هلکانو لپاره ډېر اړین دی چې خپل بدن. جامي او شاوخوا ماحول او چاپیریال پاک وساتي، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د میاشتنۍ عادت (حيض) پرمهال پاکي او روغتیا ساتنه ډېر ارزښت لري. د دغه لارښود موځه له نجونو سره مرسته کوی ترڅو هغوی دا وړتیا ومومي چې د خپلې روغتیا ساتني په اړه په ځانګړې توګه د میاشتنۍ عادت (حیض) پر مهال اړین ټکي په نښه او پلي کړي.

مياشتنۍ عادت (حیض) د نجونو په وده او پرمختګ کې ډېر اړین پړاو ګڼل کيږي نجونې اړتیا لري تر څو پردي پوه شي چې هغه څنګه د ستونزو سره د مڅکيدو پرته مدیریت کړي. یو زيات شمېر نجونې شته چې له همدی امله له ښوونځي څخه پاتې کېږي. په ځانګړې توګه کله چې د هغوی د میاشتنۍ عادت(حیض) دوران پيلېږي. دغه ستونزه له د مله پېښېږي چې هغوی نه پوهېږي چې د ځپل مياشتنۍ عادت (حیض) د پیل پر مهال څنګه هغه مدیریت کړي او یا دوی هغو توکو او آسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې وکولای شي د هغو پر مټ ځپل میاشتنۍ عادت په خوندي او باوري توګه تنظيم کړي.

له همدې امله به تاسو له دغه لارښود څخه په ګټه اخستني سره پدي پوه شي چې میاشتنۍعادت (حيض) څه شی دی. څنګه کولای شو هغه ته رسیدنه وکړو او نجونې څنګه کولای شي په دې برځه کې له یوبل نه ملاتړ وکړي.تاسو اړتیا لرئ چې په ښوونځي کي د شامليد واو بیا وروسته په بریا سره د خپلو زده کړو په پایته رسولو کې له یوبل نه ملاتړ وکړئ.

ولي د میاشتنۍ عادت (حيض) په اړه بحث کول ارزښت لري؟

نجونې د نورو ماشومانو په څېر د ښوونې او روزنې له حق څځه برخمنې دي له همدې کبله هر هغه څه چی د هغوي له دغه حق څخه د بی برخه کیدو لامل کېږي باید له منځه يوړل شي. موندني ښيي چې یو شمیر نجونې د مياشتنۍ عادت (حيض) له پیل سره سم خپل ښوونځی پرېږدي.دا ځکه پېښېږي چې هغوي هغه مهارتونه نه لري چې پر بنسټ يې وکولای شې د میاشتنۍ عادت د دورې لپاره لازم چمتوالي او مدیریت ولري او په همدې توګه هغوی په ښوونځیو کې هم د اړتي وړلازمې آسانتیاوې لکه خوندي تشنابونه نه لري.نوموړي ستونزه ددی لامل کېږي چې هغوی پرېکړه وکړي چې پدي موده کي نور ښوونځي ته لاړې نه شي.آن تردي چي کورنۍ یې ددغې ټکي په اړه فکر کوي او ځپلي نجوني نه پریږدي تر څو ښوونځی ته لاړي شي او خپلي زده کړي پر مخ یوسي. چي په ترڅ کي يي نجونې له ښوونځي څخه پاتې کېږي. په ټولګې کې کمزورې پایلې ترلاسه‌ کوي أو په پا کی یوله بل سره مل ښوونځي پرېږدي. دغه چاره په اوږدمهاله موده کې د هغوی پرژوندانه. د کورنۍ په پرمختګ او په ټولیزډول د هېواد پر پرمختیا ناوړه اغېزې لرلای شي. که چېرې د میاشتنۍ عادت په اړه اړین پوهاوي ترلاسه کړئ د دې وړتیا به ولرئ چې له یوبل نه ملاتر وکړئ اوپه پايله کې به دا وړتیا هم ولري چي هره ورځ په ښوونځي کې حاضرې واوسئ او په دې توګه به د ښوونځي په کړنو او فعالیتونو کې ښه او رغنده ګډون وکړئ. د دغه روزنیز لارښود د منځ ټکي (محتویات) پوره پوهاوی. وړاندې کوي او نجونو ته به دا وړتیا ورکړي څو د خپل بدن په اړه د شرم او نه پوهاوي کچه را ټیټه کړي او په دې توګه به وکولای شي لوړې روزنیزې موخې ترلاسه کړي.

مخکینی